د تهران ناسته کې د کابل نه ګډون ته د بقايي غبرګون
قوس 23, 1404 17:12 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د سرپرست حکومت د استازو د نه شتون په اړه وویل چې موږ په دې ناسته کې د نه ګډون لپاره د هغوی د پرېکړې درناوی کوو.
اسماعیل بقايي نن د تهران د غونډې په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا غونډه د ایران او افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د مشورو او افغان او پاکستاني چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته ترسره شوه.بقايي زیاته کړه: "د ایران اسلامي جمهوریت موخه دا دی چې د دې غونډې او خبرو اترو دمخه سیمه ایزې اجماع ته د رسیدو او د حل لارو موندلو کې مرسته وکړي."