قوس 22, 1404 17:31 Asia/Kabul
  • د کډوالو چارو وزیر د افغانستان د حاکمیت درناوي غوښتنه وکړه

د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت په یوه جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د حکومت په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

عبدالکبیر خبرداری ورکړ چې که نړۍ غواړي چې له افغانستان څخه ورته زیان ونه رسیږي، نو باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي او په کابل کې له اوسنیو واکمنانو سره روغه وکړي.هغه د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته هم اشاره وکړه او وویل چې دښمنان د افغانستان له ارام وضعیت څخه ناراضه دي.د کډوالو چارو وزیر د پاکستان نوم اخیستلو پرته پر هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او د افغانستان په خاوره تېری ونه کړي.هغه د کډوالو د ایستلو پر پالیسیو هم نیوکه وکړه او وویل چې افغان کډوال د هیڅ هیواد لپاره بار نه دي. عبدالکبیر پر افغان کډوالو غږ وکړ چې سپکاوی ونه مني او خپل هیواد ته راستانه شي.