په کابل د فشار لپاره نړیوالې ټولنې څخه د پاکستان غوښتنه
قوس 22, 1404 17:28 Asia/Kabul
په عشق آباد کې د سولې او باور جوړونې په نړیواله غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر د اسلام آباد او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د اوربند په نازکوالي ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر کابل فشار راوړي ترڅو حکومت دې ته اړ کړي چې خپل نړیوال مکلفیتونه پلي کړي او د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت بند کړي.