قوس 22, 1404 17:27 Asia/Kabul
  • د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفر ګټور وباله

د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران اسلامي جمهوریت ته د څو ورځني سفر له راستنیدو وروسته دا سفر ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې د تهران چارواکي غواړي سرپرست حکومت سره اړیکې او مثبت تعامل پراخ کړي.

ندیم زیاته کړه چې ایراني چارواکو ژمنه کړې چې د دواړو هیوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي او په افغانستان کې د لابراتوارونو د فعالولو لپاره متخصص استادان واستوي.د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ ندا محمد ندیم په رسمي بلنه ایران ته لاړه. د دې سفر په جریان کې د لوړو زده کړو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د علمي او تعلیمي همکاریو د پراختیا په اړه لوړ پوړو ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او په ایران کې یې معتبرو علمي مرکزونو او پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.