د عمان په سمندر کې یوه بهرنۍ د تیلو کښتۍ ونیول شوه
د ایران د هرمزګان عدلیې ریاست مشر د عمان په سمندر کې د شپږ میلیونه لیټره قاچاق شوي تیلو د لیږدولو په تور د یوې بهرنۍ کښتۍ د نیولو خبر ورکړ.
د هرمزګان د عدلیې رئیس مجتبی قهرماني وویل چې د ایران تر ولکې لاندې اوبو کې د یوې بهرنۍ کښتۍ د ارزونې وروسته مسولینو دا کښتۍ د ډیری سمندري سرغړونو او د کښتۍ د بار وړلو پورې اړوند قانوني اسنادو نشتوالي له امله د شپږ میلیونه لیټره قاچاق شوي تیلو د لیږدولو په تور ونیوله.قهرماني وویل چې د بهرنۍ کښتۍ د کپتان او خدمې په ګډون اتلس تورن کسان د څېړنو او قانوني مرحلو بشپړولو لپاره تر مناسب امر صادرولو پورې تر څارنې لاندې دي.دا کسان د هند، سریلانکا او بنګله دیش وګړي دي.د ملیونونو لیټرو تیلو د منظم قاچاق سربیره د امنیتي ځواکونو امر ته نه پاملرنې د سمندري اسنادو نشتوالي او د نیول کیدو په وخت کې د کښتۍ د تجهیزاتوقصدي ویجاړولو په ګډون نیول شوي ټانکر ډیری سرغړونې کړې دي.