قوس 22, 1404 17:23 Asia/Kabul
  • ونزوئلا ته د امریکا د ولسمشر بیاځلې خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د مخدره توکو د قاچاق پر ځمکنیو اهدافو به نږدې بریدونه یوازې وینزویلا پورې محدود نه وي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې امریکا به په لاتینې امریکا کې د مخدره توکو د سوداګرۍ پر وړاندې ځمکني بریدونه پیل کړي، خو دا چې راتلونکي بریدونه به په وینزویلا کې نه، بلکې په هغو خلکو ترسره شي چې زموږ هیواد ته مخدره توکي راوړي.د امریکا ولسمشر د پوځي عملیاتو د وخت او موقعیت په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.په دې وروستیو اونیو کې پنټاګون د سویلي امریکا ساحل څخه بهر په نړیوالو اوبو کې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو کښتیو پر وړاندې د بریدونو لړۍ پیل کړې ده.په امریکا کې د ټرمپ جنګي چلند اندیښنې راپورته کړې دي.