قوس 20, 1404 17:29 Asia/Kabul
  • د ایران ولسشمر مسعود پزشکیان

د ایران ولسشمر مسعود پزشکیان قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ولسمشر قاسم جومارت توکایف له رسمي هرکلي سره مخ شو.

د قزاقستان ولسمشر مسعود پزشکیان ته د رسمي هرکلی مراسم نن پنجشنبه سهار په ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شول.د قزاقستان له ولسمشر سره په دوه اړخیزه غونډه کې مسعود پزشکیان د ایران او قزاقستان د خلکو ترمنځ ژورو کلتوري مشترکاتو ته اشاره وکړه او وویل: دا اړیکې د ورېښمو د تاریخي لارې په اوږدو کې د پیړیو متقابل عمل یادونه کوي، او دا ګډ تاریخ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او ژوروالي بنسټ ږدي.پزشکیان د تهران او آستانې ترمنځ تعاملات په ډیری سیمه ایزو او نړیوالو مسلو کې نږدې او متقابل ګڼلي، او ویلي یې دي: دواړه هیوادونه په مختلفو سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې ښه همکاري لري او ارزښتناکو هوکړو ته هم رسیدلي دي.پزشکیان دا هم وویل: د ایران او اوراسیا اقتصادي ټولنې ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون بشپړ پلي کول به د ایران او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره لاره هواره کړي.