په پاکستان کې د افغان کډوالو درې کمپونه وتړل شول
قوس 20, 1404 17:27 Asia/Kabul
پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام د پاکستان دولت په ناڅاپي ډول خیبرپښتونخوا کې د کډوالو د مېشتېدنې درې لوی کمپونه وتړل .
دې پنډغالو پانیان، پادهانا او باسومیرا سیمو کې موقعیت درلود، چې له څلویښتو کلونو څخه زیات یې فعالیت کاوه او پنځه شپیته زره افغان کډوال پکې ځای پر ځای شوي وو.د باعزته راستنیدو د پروسې غوښتنې سره سره، فدرالي حکومت د سمدستي تخلیې عملیات پیل کړل او د کمپونو اوسیدونکي یې په زوره وشړل.ځایی سرچینو راپور ورکړی چې فدرالي مامورینو حتی د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې کډوالو سره د هر ډول خواخوږۍ یا همکارۍ څخه ډډه وکړي.دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومتي مامورینو دمخه دې کمپونو ته بریښنا قطع کړې وه.