قوس 20, 1404 17:25 Asia/Kabul
  • کابل کې د وزلوبې ملي سیالۍ پیل شوه

د افغانستان وزلوبې غوره لیګ اووم پړاو نن پنجشنبه د کابل یکه توت وزلوبې میدان کې پیل شوه.

دا سیالۍ به د بهرنیو چاپ اندازانو او یوولسو کورنیو ټیمونو په ګډون سره په څلورو ګروپونو کې ترسره شي او له نن څخه به تر لسو ورځو پورې دوام وکړي.د افغانستان وزلوبې فدراسیون اعلان وکړ چې د سیالۍ له پیل څخه مخکې په کابل کې یو سیمینار ترسره شو ترڅو د قوانینو او مقرراتو بیاکتنه او قرعې مراسم ترسره شي.د دغه سیالیو په شپږم پړاو کې چې تېر کال ترسره شو، د «یما پټرول» لوبډلې اتلولي وګټله. په روان پړاو کې ځینې لوبډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو چاپ‌اندازان هم له ځانه سره لري، چې کولای شي د سیالیو جذابیت او تخنیکي کچه نوره هم لوړه کړي.بزکشي په افغانستان کې یو له خورا مشهورو ملي لوبو څخه دی.