قوس 19, 1404 17:08 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا دوه ملیارد ډالرو ته رسیدلی دی.

د یاد وزارت چارواکو یادونه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو بهیر د ودې په حال کې دی او د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.له دې مخکې، د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد اعلان وکړ چې افغانستان د چابهار بندر کارول پراخوي او د افغانستان د ټرانزیټ موقعیت د پیاوړتیا په هدف سوداګریزې لارې متنوع کوي.دا د سوداګرۍ وده په داسې حال کې شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې په وروستیو میاشتو کې د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ د سرحدي او سوداګریزو کړکیچونو له امله د محدودیتونو او پرله پسې تړلو سره مخ دي.