قوس 18, 1404 17:12 Asia/Kabul
  • امریکا کې د افغان کډوالو د نیولو زیاتوالی

په افغانستان کې د سي آی اې د یوه پخواني همکار له خوا د امریکا د ملي ګارد په دوو غړو د ډزو وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې د افغانانو د نیولو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

د اسوشیټیډ پریس په وینا د ډزو راهیسې په امریکا کې لږترلږه درویشت افغانان نیول شوي دي چې ډیری یې د کالیفورنیا په شمال کې دي.د دې خلکو ډیری یې یا د امریکا په سویلي پوله کې د پناه غوښتنه کړې وه یا د هغو شپږاویا کسانو په ډله کې وو چې افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د هرکلي د عملیاتو د یوې برخې په توګه دغه هیواد ته ننوتل.دا پیښې ښیي چې د واشنګټن له پیښې راهیسې د امریکا افغانانو ټولنه له نوي امنیتي او رواني فشارونو سره مخ شوې ده، او د دوی د کډوالۍ راتلونکې په زیاتیدونکې توګه ناڅرګنده شوې ده.