قوس 18, 1404 17:11 Asia/Kabul

په غزه کې د اوربند د سرغړونې په دوام صهیونیستي رژیم په شمالي او مرکزي غزه کې د فلسطیني کډوالو په کمپ برید وکړ،چې په پایله کې یې یوه فلسطینۍ ښځه په شهادت رسېدلې او شپږ نور ټپیان شوي دي. د فلسطین د حکومت د معلوماتو دفتر وايي چې په غزه کې د اوربند د تړون له شپیتو ورځو وروسته، صهیونیستي رژیم په دې موده کې له اوو سوو څخه زیات ځله له تړون څخه سرغړونه کړې ده.