د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې
قوس 18, 1404 17:09 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي چې افغانستان د توکو په وارداتو او صادراتو کې له پاکستان څخه خلاص شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته وویل چې له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړلو وروسته، د خصوصي سکتور کنګل شوې شتمنۍ د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لیږدول شوې او د هغوی لپاره نوي بازارونه چمتو شوي دي.هغه دا ادعا هم وکړه چې په هیواد کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې ثابتې پاتې دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وویل چې اوس مهال د سیمې له هیوادونو سره سوداګري زیاته شوې او له ایران، هند او ترکیې سره د وارداتو قراردادونه پراخ شوي دي.