قزاقستان سره د همکارۍ پر پراختیا د سرپرست حکومت ټینګار
قوس 18, 1404 17:08 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
متقي په دې کتنه کې وویل چې د دوی حکومت د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ډیپلوماسۍ او تفاهم پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي په دې لیدنه کې په مختلفو سکتورونو کې له کابل سره د لا زیاتو همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.توکوموف وویل چې د سیمې ثبات د هرچا ګډ مسؤلیت دی او دا ثبات د باور، غوره امنیت او اقتصادي همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي.د یادونې وړ ده چې قزاقستان تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نده پېژندلی، خو په وروستیو کلونو کې یې له حکومت سره محدوده همکاري درلوده.