د ایران آزاد پوهنتون مشر سره د لوړو زده کړو وزیر لیدنه
قوس 18, 1404 16:31 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران د آزاد اسلامي پوهنتون د مشر علي اکبر ولایتي سره په لیدنه کې له ایران سره د علمي همکارۍ د پراخولو غوښتنه وکړه. ندیم د ایران د لوړو زده کړو له وزیر حسین سیمایی صراف سره هم وکتل. سیمایی صراف د غونډې په جریان کې د نجونو د زده کړې په اړه د دوامداره محدودیتونو د ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.