تهران کې د ایران تحصیلي چارواکو سره د ندیم لیدنه
قوس 17, 1404 17:07 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د المصطفی نړیوال پوهنتون او قم مدرسې څخه لیدنه وکړه.
د دې اکاډمیکو بنسټونو له مشرتابه او استادانو سره په یوه لیدنه کې هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعلیمي او علمي همکاریو پراختیا، د تجربو تبادلې او د ګډو پروژو پلي کولو په اړه بحث وکړ.د دواړو هیوادونو ترمنځ تعاملاتو او مشترکاتو ته په اشارې سره بیکدلي وویل: ایران ته د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیر سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو مهم ګام او یو نوی پړاو دی.ایران ته د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیر سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې لاهم ښونځي د نجونو پر مخ تړلي دي او سرپرست حکومت د پرانیستلو پریکړه یې نه ده کړې.