د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي شخړه
قوس 15, 1404 17:33 Asia/Kabul
د کندهار په سپین بولدک کې د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښتو کې لس تنه مړه او ټپیان شوي. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې نښتې د پاکستاني ځواکونو لخوا پیل شوې وې او افغان ځواکونه اړ شول چې ځوابي برید وکړي. خو پاکستاني لوري هم ورته ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې نښتې د افغان ځواکونو لخوا پیل شوې.