قوس 15, 1404 17:31 Asia/Kabul
  • لبنان کې اشغالګرو سره پر مبارزې د حزب الله ټینګار

د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د دغه هیواد په سویل باندې د صهیونیستي رژیم پرله پسې بریدونو ته په اشارې سره د یاد رژیم په وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي تیره شپه په یوه وینا کې وویل چې صهیونیست دښمن یو پراختیا غوښتونکی دی او د اوربند تړون ته یې غاړه نه ده ایښې.صهیونیستي یرغل سره د مقابلې لپاره د حزب الله وړتیا ته په اشارې سره هغه وویل چې په نړۍ کې هیڅوک نشي کولی موږ د ځان دفاع کولو څخه منع کړي.شیخ نعیم قاسم په خپله وینا کې د لبنان له حکومت سره د ډلې پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ اوویل چې موږ د لبنان له حکومت سره یو ، ترڅو هغه ډیپلوماټیکه لاره پرمخ یوسو چې غوره کړې یې ده او موږ به د امریکا او صهیونیستانو نوکرانو ته هیڅ پام ونه کړو.