قوس 15, 1404 17:26 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پچې اچونې مراسم

د دوه زره شپږویشتم د فوټبال د نړۍوال جام د پچې اچونې مراسم د امریکا واشنګټن ښار کې ترسره شول او ټاکل شویو لوبډلو په دولسو ګروپونو کې خپل سیالان وپېژندل.

تر اوسه دوه څلوېښت لوبډلو په نړۍوال جام کې ګډون ساتلی او شپږ نورې لوبډلې به له غوراوي سیالیو وروسته اعلان شي.دغه نړیوال جام چې د اته څلوېښت ټیمونو د ټورنمنټ لومړی دی، به د څلورو ټیمونو په دولسو ګروپونو کې ترسره شي.په ګروپي پړاو کې هره لوبډله به درې لوبې وکړي او په پای کې په هر ګروپ کې دوه غوره ټیمونه د اتو غوره درېیم ځای لرونکو ټیمونو سره به شپاړسم پړاو ته لاړ شي.ایران په دې سیالۍ کې بلجیم، مصر او نیوزیلینډ سره په یو ګروپ کې دی.ټاکل شوې ده چې نړیوال جام د راتلونکي کال په جوزا کې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه توب ترسره شي.