په امریکا کې د یو بل افغان نیول کیدل
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.
دغه وزارت ویلي چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.یاد وزارت ویلي، چې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان یې په ورجینیا ایالت کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.ویل کیږي یاد کس د افغانستان ملي امنیت ریاست کې فعالیت درلود چې د کنړ ولایت د استخباراتو د مشر او همدارنګه د ننګرهار د استخباراتو د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په شپږویشتمه د رحمانالله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په پنځه ویشتمه یې په تګزاس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیکټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.