د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې پرانیستل
د پاکستان سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره له سلا مشورو وروسته یې د تورخم او چمن لار یوازې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو د لیږلو لپاره پرانیستې دي.
د دې ادارې د اعلان له مخې هغو موټرو ته اجازه ورکړل شوې چې د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستې افغانستان ته لیږدوي.تر دې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه دا لاره یوازې د بشري مرستو لپاره پرانیستل کېږي.د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړلو څخه د شاوخوا دوو میاشتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ بشپړ بندیدو وروسته اسلام آباد د پولو د پرانیستلو اعلان کړی دی.د پاکستاني چارواکو په وینا سوداګریز او اقتصادي تعاملات او د دې لارو له لارې د خلکو تګ راتګ لاهم منع دی.