قوس 13, 1404 17:25 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې د افغانستان کرکټ روزنیز کمپ

د افغانستان کرکټ بورډ په ننګرهار ولایت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د الف لوبډلې لپاره د روزنیز کمپ د دوام اعلان وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا چمتووالی د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي کې د افغان او نړیوالو روزونکو په شتون کې ترسره کیږي، او افغان کرکټ لوبغاړي په دې ځای کې خپل روزنه ترسره کوي.یادې ادارې ویلي چې د دې روزنیز کمپ موخه د افغان لوبغاړو تخنیکي، تاکتیکي مهارتونه او فزیکي فټنس لوړول دي.دا روزنیز کمپ چې د روان لمریز کال د لړم په نهه ویشتمه پیل شوې، ټاکل شوې ده چې د لیندۍ تر یو ویشتمې پورې دوام وکړي.همدارنګه په دې روزنیز کمپ کې د افغانستان د ملي او کورني کرکټ ټیمونو دیرش غوره لوبغاړي د نړیوالو روزونکو تر څارنې لاندې روزل کیږي.