قوس 12, 1404 16:49 Asia/Kabul
  • تر څلورو کلونو وروسته د افغانستان ــ ازبیکستان پولې پرانیستل

ازبیکستان له څلورو کلونو وروسته له افغانستان سره خپله پوله په بشپړه توګه د خلکو او موټرو پر مخ پرانیستې ده.

د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان وکړ چې د ترمز-حیرتان پله باندې تګ راتګ بیا پیل شوی او د دواړو هیوادونو وګړي اوس کولی شي په دې لاره ویزې سره سفر وکړي.ازبیک چارواکي هیله لري چې د دې لارې بیا پرانیستل به افغانستان ته صادرات زیات کړي او راتلونکی کال به دوه اعشاریه پنځه ملیارد ډالرو ته ورسیږي.دا مهمه ټرانزیټ لاره په داسې وخت کې بیا پرانیستل کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له نږدې دوو میاشتو راهیسې تړل شوې دي او افغانستان هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې لارې بدلې کړي.