د رحمان الله لکڼوال لومړنۍ محکمه ترسره وشوه
قوس 12, 1404 16:46 Asia/Kabul
رحمان الله لکنوال، چې د ملي ګارډ دوو سرتېرو په ډزو تورن دی پرې لګیدلي تورونه یې رد کړل.
هغه پرون د خپل لومړي تور لپاره په واشنګټن ډي سي کې د روغتون له بستر څخه په آنلاین ډول راڅرګند شو.هغه وکیل چې د همدې قضیې لپاره ګمارل شوی وویل چې لکنوال په ټولو تورونو اعتراف نه دی کړی.هغه تیره اونۍ سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ د دوو غړو په ډزو تورن دی او له څو تورونو سره مخ دی.