قوس 12, 1404 16:44 Asia/Kabul
  • کابل د بدمینتون آزادو سیالیو کوربتوب کوي

د کابل بدمینتون آزادې سیالۍ به د بهرنیو لوبغاړو په شتون سره ترسره شي

په همدې حال کې څلور ازبیکستاني لوبغاړي پرون کابل ته ورسیدل ترڅو د بدمینتون آزادو سیالۍ کې برخه واخلي.دا سیالۍ به د لیندۍ له دیارلسمې څخه تر نولسمې پورې د افغانستان او دریو نورو هیوادونو د لوبغاړو په ګډون سره د دوه زره پنځه سوه کسیز روزنیز تالار کې ترسره شي.په دې سیالیو کې به د هیواد د بدمینتون لوبغاړي د ایران، ازبکستان او سوریې سیالانو سره مخ شي.