قوس 11, 1404 16:48 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان-تاجکستان په پوله کې د چینایي اتباعو د وژنې په اړه خواشیني څرګنده کړه. متقي وویل چې افغانستان په بشپړ ډول چمتو دی چې خپلې پولې خوندي کړي او د پیښې په اړه ګډه څیړنه وکړي.