قوس 11, 1404 16:48 Asia/Kabul
  • ریاض کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ بې پایلې مذاکرات

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ په ریاض کې د نا اعلان شویو خبرو اترو لنډ پړاو ترسره شو، خو خبرې اترې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېد.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د خبرو اترو د پای ته رسېدو دلیل د دواړو خواوو پلاوي په خپلو دریځونو ټینګ پاتې کېدل یاد کړل.ویل کېږي چې د مذاکره کوونکي ټیم ځینې غړي د هغه پخواني پلاوي غړي دي چې استانبول ته تللی و.پاکستانۍ سرچینو ویلي چې اسلام آباد د خبرو اترو په جریان کې دا واضح پیغام تکرار کړ چې سرپرست حکومت باید د تحریک طالبان پاکستان، بلوچ بیلتون پالو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.خو د افغانستان سرپرست حکومت پلاوی هم په کلکه په خپل دریځ ولاړ دی، او په پایله کې، په خبرو اترو کې هیڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.