قوس 11, 1404 16:45 Asia/Kabul

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې تهران هیڅکله د خبرو اترو میز نه دی پریښودلی او د یوې عادلانه او متوازنې موافقې په اړه غور کولو ته چمتو دی. عراقچي همدارنګه په ایران باندې د هر نوي برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، صهیونیستي رژیم یې د سیمې لپاره یو ریښتینی ګواښ وګاڼه او د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا یې ټینګار وکړ.