قوس 11, 1404 16:44 Asia/Kabul
  • په ایران کې د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونه

له دوو کلونو وروسته د ایران وسله وال ځواکونه ختیځ اذربایجان ولایت کې د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو لخوا د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین ترسره کوي.

د "دوه زره پنځه ویشتم سهند" د ترهګرۍ ضد پوځي تمرین قوماندان جنرال ولي معدني وویل چې ترهګري هیڅ پوله نه پېژني او د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هیوادونه ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دي.هغه وویل چې د دې پوځي تمرین موده پنځه ورځې ده، چې اصلي پړاو یې نن پیل کیږي او درې ورځې دوام کوي.د بیلاروس، ایران، هند، چین، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان هیوادونه به په دې پوځي تمرین کې برخه واخلي، او د سعودي عربستان، اذربایجان او عراق هیوادونه به د میلمنو په توګه حاضر وي.