قوس 11, 1404 16:08 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستانو ضد عملیات

فلسطیني ځايي رسنیو د لوېدیځې غاړې په رام الله کې د صهیونیستي رژیم ضد عملیاتو راپور ورکړ.

د راپورونو له مخې د رام الله په شمال کې د چاقو په برید کې دوه صهیونیسټان ټپیان شوي دي.ویل کیږي چې د دې عملیاتو مرتکب یو اتلس کلن فلسطینی ځوان و چې د صهیونیسټي ځواکونو لخوا شهید شو.دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې د صهیونیستي رژیم ضد عملیاتو کې یو صهیونیستي عسکر ټپي شو.حماس دا عملیات د فلسطیني خلکو په وړاندې د اشغالګرو د جرمونو په وړاندې طبیعي غبرګون ګڼلی او ټینګار یې کړی چې تر هغه چې د صهیونیسټانو اشغال او جرمونه دوام ولري، مقاومت به خپلې لارې ته دوام ورکړي.