د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالیې او ادارې مرستیال شهاب الدین ثاقب د ایران د کرنې جهاد مرستیالې مریم جلیلي مقدم او د هغې ملګري پلاوي سره ولیدل.
په دې ناسته کې چې د افغانستان د کرنې سکتور یو شمیر صنعتکارانو، په ځانګړي توګه د پنبې د کښت فعالینو ګډون کړی و، اصلي هدف ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراخولو او د خنډونو لرې کولو لپاره د ستراتیژیو څیړل وو.د دواړو هیوادونو چارواکو د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي، د ګمرکونو او ترانسپورت اسانتیا، د کیفیت معیارونو ښه کولو او د تولیدونکو او سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د حل لارو د رامینځته کولو په اړه بحث او سلامشورې وکړې.له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې ځانګړی اهمیت لريپه ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل چې افغانستان ته د ایران د مرکزي بانک د مشر سفر ځانګړی اهمیت لري.هغه زیاته کړه: د ایران او افغانستان اړیکې په مختلفو اړخونو کې مهمې دي، او سوداګریزې همکارۍ یو له اصلي محورونو څخه دی.