قوس 10, 1404 17:41 Asia/Kabul
  • پنجشیر کې له ۲۶۰ څخه زیات نوي کانونه کشف شوي دي

د پنجشیر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د روان لمریز کال په اوږدو کې په دې ولایت کې له دوه سوه شپیته څخه زیات نوي د زمرد کانونه کشف شوي دي.

د دې ادارې مشر محمد قاسم امیري وویل چې له دې سیمې څخه د دیرش کانونو استخراج پیل شوی دی.د یادې ادارې خبرپاڼه وايي چې د سږ کال په اوږدو کې تر اوسه پورې له دې کانونو څخه شپږویشت میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي، چې د کانونو لپاره د شپاړسو داوطلبۍ او پلور غونډو له لارې ترلاسه شوي دي.د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست زیاته کړه چې د چنګاښ له پای راهیسې دغه ادارې له شپږ سوه څخه زیاتو کانونو استخراج لپاره جوازونه صادر کړي دي.