قوس 10, 1404 17:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان او هندوستان ګډه اتلولي

وروسته له هغه چې په هند کې د نولس کلنو کرکټ سیالۍ وروستۍ لوبه بې پایلې شوه؛ دواړو ټیمونو په ګډه اتلولي وګټله.

دغه لوبه چې د سخت باران او نامناسبې هوا له امله نیمګړې پاتې شوه، بې پایلې پای ته ورسېده، خو د کرکټ د نړیوال سازمان د قوانینو له مخې، دواړه ټیمونه د لوبې ګډ اتلان شول.په دې سیالۍ کې، چې افغانستان د هند له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شو؛ د افغانستان ملي لوبغاړي عبدالعزیز، د توپ اچونې په برخه کې ښه وړتیا وښوده او د لوبې د غوره لوبغاړي لقب یې خپل کړ.افغانستان او هند د کرکټ په برخه کې د نړۍ له پیاوړو ټیمونو څخه دي.