قوس 10, 1404 17:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۷کلنو ملي ټیم د سیالۍ دوام څخه حذف شو

د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال لوبډلې له ماتې وروسته د افغانستان ملي لوبډله د اسیا جام د غوراوي سیالیو څخه بهر شوه.

په وروستۍ لوبه کې افغانستان د عمان پر وړاندې څلور پر صفر ماتې وخوړه او د دوه زره شپږ ویشتم اسیا جام ته له رسیدو پاتې راغله.افغانستان په خپل ګروپ کې درې ماتې او یوه بریا لري؛ او د سیالیو په جدول کې څلورم مقام لري.له دې مخکې افغانستان په لومړۍ لوبه کې د میانمار پر وړاندې درې پر یو ماتې وخوړه او په بله لوبه کې د سوریې پر وړاندې هم درې پر یو مات شو.خو یوازې په دریمه لوبه کې وتوانید چې نیپال ته دوه پر صفر ماتې ورکړي او درې نمرې ترلاسه کړي.