قوس 08, 1404 17:34 Asia/Kabul
  • پاکستان ورستیو ۱۱ میاشتو کې یو میلیون افغانان ایستلي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې د روان کال په تیرو یوولس میاشتو کې له یو میلیون څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي یا له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي لکه څنګه چې هوا په سړېدو ده او په افغانستان کې د ژمي موسم نږدې کیږي، په زرګونه راستنیدونکي د زیاتیدونکي فشار لاندې راځي.د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دوامداره مرستې پرته به د کډوالو لپاره د راستنیدو دوام ستونزمن کړي.د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا پاکستان یوازې په تیره یوه ورځ کې له دوه زره پنځه سوه څخه ډیر افغان کډوال ایستلي دي.ملګرو ملتونو مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې د دوه زره درویشتم کال له سپتمبر راهیسې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو شمیر لس سلنه زیات شوی دی.