د مقاومت پر دوام د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار
قوس 08, 1404 17:33 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه په یوه وینا کې ټینګار وکړ چې دښمن د هیثم علي طباطبایي په وژلو سره خپل اهداف ترلاسه نه کړل او حزب الله به خپلې لار ته دوام ورکړي. شیخ قاسم وویل چې موږ د غچ اخیستلو او ځواب ورکولو حق لرو، او موږ به یې وخت پخپله وټاکو.