قوس 08, 1404 17:33 Asia/Kabul
  • د آسیا سویل ختیځ کې ویجاړونکي سیلابونه

په سویل ختیځې اسیا کې سیلابونو له درې سوه څخه زیات کسان وژلي دي.

یوازې په اندونیزیا کې د یو سل او څلور اویا کسانو مړینه تایید شوې او شاوخوا اتیا کسان ورک دي. همداراز په دغه هیواد کې شاوخوا درې زره کورونه او ودانۍ هم ډوب شوې دي.په تایلنډ کې هم سیلابونو لږترلږه یو سل او پنځه څلوېښت کسان وژلي دي. د تایلنډ حکومت ویلي چې په ټول هیواد کې له درې اعشاریه پنځه میلیون څخه ډیر خلک د سیلابونو څخه اغیزمن شوي دي.د سریلانکا په ټاپو کې هم ځایی چارواکو راپور ورکړی چې د سیلابونو په پایله کې شپږڅلوېښت کسان مړه شوي دي.د مالزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر دې دمه یې شاوخوا پنځلس سوه سیلاب ځپلي ژغورلي دي.د سویل ختیځې اسیا هیوادونو ځایی رسنیو د درنو ورښتونو او سیلابونو له امله د پراخې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ راپور ورکړ.