د ایران وزن پورته کولو سیالۍ کې د افغان لوبغاړو ځلیدل
قوس 08, 1404 17:32 Asia/Kabul
د افغانستان وزن پورته کولو ملي لوبغاړي فضل کریم ترکمن په ایران کې د فجر جام نړیوالو سیالیو کې درې د برونزو مډالونه وګټل.
هغه د افغانستان لپاره په درې سوه پنځه کیلوګرامه وزن کې درې ارزښتناک مډالونه ثبت کړل.د سیالۍ شپږم پړاو په تهران کې ترسره شو او د لسو هیوادونو لوبغاړو پکې برخه واخیسته.ایراني لوبغاړو د لوړ وزن کټګورۍ کې د اتلولۍ او دوهم مقام لقبونه وګټل.د یادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې درې لوبغاړو او یو روزونکي د افغانستان استازیتوب وکړ.