قوس 08, 1404 17:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځوانانو فوټبال ټیم نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام د غوراوي سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې نیپال ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا د سوریې او میانمار پر وړاندې د پرله پسې دوو ماتې وروسته د افغانستان لومړۍ بریا ده.ملي لوبډلې په دې لوبه کې په هره نیمایي کې یو ځل ګول وواهه او په پای کې یې په دې لوبه کې درې ارزښتناکه نمرې ترلاسه کړې.افغانستان د دې سیالۍ په جي ګروپ کې عمان، نیپال، سوریې او میانمار سره دی.په ګروپي درجه بندۍ کې میانمار په سر کې دی. عمان په دوهم ځای کې دی، سوریه په دریم ځای کې دی او افغانستان په څلورم ځای کې دی.د افغانستان ملي لوبډله به د دې سیالۍ په وروستۍ لوبه کې له عمان سره مخ شي.