د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې د حلال نړیوال نندارتون په څنډه کې د ایران د سوداګرۍ له وزیر سره لیدلي.
د دې لیدنې تمرکز د افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانزیټ لارو او اقتصادي تعاملاتو پراختیا او همدارنګه چابهار بندر څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په اړه وو.د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې نورالدین عزیزي سید محمد اتابک سره په یوه لیدنه کې وویل چې د چابهار بندر د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره یوه مهمه اقتصادي لاره ده.عزیزي د کابل او تهران ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي همکارۍ د کچې د زیاتوالي غوښتنه وکړه.په دې کتنه کې د ایران د سوداګرۍ وزیر دا هم وویل چې د چابهار بندر د ظرفیتونو د لوړولو لپاره مهم پلانونه روان دي.هغه ټینګار وکړ چې د چابهار بندر څخه د افغانستان د زیاتې ګټې اخیستنې لپاره د تخنیکي او عملیاتي همغږۍ زیاتوالی یو مثبت او ښه ګام دی، او تهران یې هرکلی کوي.د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړلو وروسته کابل د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د بدیلو لارو موندلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي، او ایران د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د یوې له خورا مهمو او خوندي لارو څخه پیژندل شوی دی.