هرات ته د خراسان رضوي والي سفر
هرات ته د خراسان رضوي والي او د یوه لوی سوداګریز پلاوي له سفر وروسته د دواړو خواوو سیمه ییزو چارواکو او اقتصادي فعالانو په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د کچې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس قاضیزاده په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د پخوانیو خبرو اترو دوام ته په اشارې سره وویل: "د پلاوي هیله دا ده چې د اسلام کلا له لارې د سوداګرۍ کچه زیاته شي. ځانګړو کمیټو واليانو ته راپورونه وړاندې کړي او د خبرو اترو پایلې مثبتې وې."خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې خونې مشر محمد رضا توکل زاده هم وویل چې د دواړو ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت له اوسني شمېر څخه ډیر دی او زیاته یې کړه: "د سوداګرۍ حجم اوس شاوخوا درې میلیارد ډالر دی، مګر د دې شمېرې په زیاتولو کې د دواړو خواوو علاقه جدي ده. د تړونونو اصلي محور د ګمرکونو او ټرانزیټ ستونزو حل کولو باندې متمرکز و."تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه له اروپا سره د سوداګرۍ له کچې څخه ډیره دی.