افغانستان ته ایران او روسیې څخه د درملو واردولو هوکړه
قوس 06, 1404 17:43 Asia/Kabul
په ننګرهار کې د عامې روغتیا وزیر پاکستان سره د لارو تړل کیدو ته په اشارې ویلي ، چې د ایران ، روسیي او يو شمیر بهرنیو هیوادو سره يې د درملو د رالیږدونې په اړه خبرې کړي او هوکړې ته نږدې شوي دي. ښاغلي وزیر دغه څرګندونې دغه ولایت کې د سرطان پنځوس بستریز روغتون په ګډون د روغتیا په برخه کې د درې پروژو د پرانستې پرمهال کړي دي.