په څو ولایتونو کې د تعزیري سزا اجرا کول
قوس 06, 1404 17:42 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په مختلفو ولایتونو کې شاوخوا پنځه سوه نوي کسان په بند محکوم شوي دي.
نوموړي وویل چې دا کسان په غلا، نامشروع اړیکو، د مخدره توکو پلور، د اسلام ضد تبلیغاتو، قمار، اخلاقي فساد او قتل په څیر جرمونو کې ښکیل وو.په ورته وخت کې د سرپرست حکومت سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې د دې ادارې د مشر عبدالحکیم حقاني د حکم پر بنسټ شاوخوا اووه زره پنځه سوه بندیان خوشې شوي یا یې سزاګانې کمې شوې دي.له دې جملې څخه دوه زره دوه سوه کسان خوشې شوي دي، او له څوارلس سوه څخه زیاتو نورو ته د دوی سزاګانې کمې شوې دي.