هانګ کانګ کې پراخه اورلګیدنه
قوس 06, 1404 17:41 Asia/Kabul
د هانګ کانګ چارواکي وايي چې نن پنجشنبې سهار وختي په څو استوګنیزو ودانیو کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوه چې لسګونه کسان یې ووژل.
په دې پېښه کې د څلور څلویښتو کسانو د مړینې او نږدې پنځوسو کسانو د ټپي کېدو تایید شوی دی.د هانګ کانګ د رسنیو د راپورونو له مخې نږدې دوه سوه اتیا تنه نور لا هم ورک دي او د دوی د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.دا اورلګیدنه د هانګ کانګ مرکز اړوند یوې استوګنیزې سیمه کې رامنځته شوې.د هانګ کانګ رسنیو راپور ورکړ چې له اته سوه څخه ډیر اور وژونکي او طبي پرسونل او شاوخوا یو سل او پنځوس د اور وژنې موټرونه سیمې ته واستول شول.د هانګ کانګ امنیتي چارواکو وویل چې د وژونکې اور لګېدنې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.