قوس 06, 1404 17:39 Asia/Kabul
  • د آسیا غوراوي لوبو کې د افغانستان دوېیمه ماته

د افغانستان د اولس کلنو فوټبال لوبډلې د اسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې د سوریې پر وړاندې د درې پر یو توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه تېر ماښام په میانمار کې ترسره شوه.

له دې سره دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبغاړو پرله‌پسې دویمه ماتې وه.په دغه سیالیو کې افغانستان په «جي» ګروپ کې له عمان، نیپال، سوریې او میانمار سره هم‌ډلی دی. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې هم د میانمار په وړاندې ماتې خوړلې وه.په وروستۍ لوبه کې افغان لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ کې دوه ګولونه ورکړل او په دویمه پاڼۍ کې یې بیا یو ګول وواهه. د افغانستان یوازینی ګول د لوبې په وروستیو شېبو کې ترسره شو.افغانستان او نیپال بیا په ترتیب سره څلورم او پنځم مقام لري، چې له دوو او درېیو لوبو څخه یې هیڅ نمرې نه‌دي ترلاسه کړي