د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې په استانبول کې د حلال نړیوال کنفرانس او نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړه.
هغه چې پرون په رسمي بلنه ترکیې ته تللی و، په کنفرانس کې یې ګډون وکړ او د حلال سوداګرۍ پراختیا او همدارنګه د اسلامي هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان سوداګرو او شرکتونو هم په فعاله توګه په نندارتون کې برخه اخیستې ده.د افغان سوداګرو د شتون یو هدف د افغانستان موقعیت او د پانګونې لپاره وړتیاوې معرفي کول دي، او دوی هڅه کوي چې نړیواله پانګه اچونه افغانستان ته وهڅوي.دا نندارتون چې نن چهارشنبه د نومبر شپږویشتمه پیل شو د همدې میاشتې تر نهه ویشتمې پورې به دوام وکړي.ویل کیږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یو سل او لس هیوادونه د دې نندارتون لپاره په استانبول کې راټول شوي دي.