د روسیې استازي سره د سرپرست حکومت د سفیر لیدنه
قوس 05, 1404 17:10 Asia/Kabul
په روسیه کې د سرپرست حکومت سفارت د اعلان له مخې د شانګهای همکارۍ سازمان ته د افغانستان د بیرته ستنیدو لپاره د کابل او مسکو د چارواکو ترمنځ مشورې ترسره شوې دي.
په مسکو کې د سرپرست حکومت سفیر ګل حسن حسن د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره وکتل ترڅو د شانګهای سازمان د وروستۍ غونډې او په سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب د دریځ په اړه سلامشورې وکړي.ویل کیږي چې حکیموف په دې لیدنه کې وویل چې د خنډونو لرې کول او د کابل او مسکو ترمنځ د خبرو اترو دوام اړین دی، او د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکو غونډو کې د څارونکي په توګه د افغانستان ګډون به د ټولو خواوو په ګټه وي.افغانستان د شانګهای سازمان غړی و، خو د پخواني حکومت له سقوط او د نوي حکومت د مشروعیت له نشتوالي وروسته، د هیواد غړیتوب وځنډول شو.