قوس 05, 1404 17:10 Asia/Kabul
  • دایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني

دایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر سره په یوه کتنه کې د تهران او اسلام آباد ترمنځ د امنیتي همکارۍ او دوه اړخیزې همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

لاریجاني د سیمه ییز امنیت په معادلې کې د پاکستان رول مهم وګاڼه او وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ نږدې همکاري کولی شي د ګډو ګواښونو په کنټرول او د سیمه ییز ثبات په ساتلو کې اغیزمنه وي.عاصم منیر د دواړو هیوادونو ترمنځ شته همکاري هم مثبته وارزوله او د ستراتیژیکو اړیکو په وده او د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره د اسلام آباد په ژمنې یې ټینګار وکړ.