په لویدیځه غاړه د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام
قوس 05, 1404 17:09 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم پوځ په لویدیځه غاړه کې د خپلو جرمونو په دوام سره نن چهارشنبه د ځمکې او هوا له لارې د دې سیمې په ځینو برخو برید وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیستي رژیم لخوا غزې ته د مرستو رسولو مخنیوی هم یو له هغو مسلو څخه دی چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا پرې اعتراض کړی دی.