خوست کې د پاکستان هوايي برید له امله ۱۰ کسان وژل شوي
قوس 04, 1404 16:59 Asia/Kabul
د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د هوايي بریدونو وروسته چې د نهو ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي پکې ووژل شول، د سرپرست حکومت ویاند دا عمل د افغانستان د حاکمیت سرغړونه وبلله او په مناسب وخت کې د ځواب ویلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.